دپاکستان جمهوررئیس پرویز مشرف هغه انتقادونه ردکړل چې وائې، دده حکومت دافراطیت او دبشری حقوقونه دسرغړونو په خلاف مبارزه کې ډیر څه نه کوی . ښاغلې مشرف پرون دجمعی په ورځ په لندن کې شاهی اینستوتوت ته وویل، دی په فردی حقوقو او دبیان په آزادی باندی عقیده لری . مگرهغه وائې، پاکستان هغه آزادی ته اجازه نه ورکوی چې تاوتریخوالې ، تباهی اوگډوډې پیدا کوی .
څلورو اروپائې هیوادونو ته دپاکستان دمشردسفر وروستی تم ځای لندن دی. دپاکستان جمهوررئیس دامریکاپیشنهاد ردکړ چې وائې، پاکستان ته عسکراستوی چې دتروریزم په خلاف جنگ کې مرسته وکړی . دی وائې، دهغه حکومت دالقاعدی له ترورستانو نه پاک کړیدی او په قبائلی سیمو کې ئې ددوی شمیر سلگونو ته راټیټ کړیدی.