د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان قواو په شمال لوېدېز کې د لوى لارې سرنگ بېرته نېولى دى


د پاکستان امنېتى قواوې وايي چې دوى د د صوبه سرحد د لوې لارې سره سرنگ ېا ټونل له افراطېانو نه بېرته نېولى دى. هغو افراطېانو چې د تېرې جمعى د ورځى راهېسى ېې دغه سرنگ نېولى و، په هغو کې ٢۴ تنه په دغه جگړه کې وژل شوېدى.

رپوټ وايي نن د ېکشنبى په ورځ درېمه ورځ ده چې په دره ادم خېل کې چې د پېښور ښارته نېژدى پرته ده جگړې دوام درلود. دغه تونل جاپان جوړ کړى و او دانډس په هغه لوېه لاره باندى پروت دى چې د پېښورښارله ډېرو قبېلوى سېمو سره چې د افغانستان سرحد ته نېژدى پرتې دى نښلوى.

د شنبى په ورځ ددغى سېمى په سوونو اوسېدونکېو خپل کورونه پرېښودل. هغوىداکار وروسته له هغه نه وکړ چې د حکومت او افراطېانو ترمنځ جگړو کې زېات شمېر افراطېان ووژل شول او د جمعى په ورځ په دره ادم خېل کې دوه عسکر هم ووژل شول.

دپاکستان د جنوبى وزېرستان په قبېلوى سېمه کې، د پاکستان قواوې وايي چې ددوى او سر تېرو تر منځ په دغه سېمه کې دېکشنبى په ورځ ټک او ټوک وسو. د پاکستان عسکر په دغه سېمه کې په بېت الله مهسود پسى گرځى.

د پاکستان حکومت په هغه باندى داتور لگوى چې دى له القاعده سره تړاو لرى او د بېنظېر بهټو د قتل پلان هم ده جوړ کړى و.

په عېن حال کې دامرېکا ېو چاپى رپوټ وايي دامرېکا عالېرتبه استخباراتى چارواکېود جنورى په نهمه نېټه پاکستان ته په پټه سفر کړېدى چې دپاکستان له جمهور رئېس پروېز مشرف نه ددى خبرى منظورى وغواړى چې په پاکستان کې دالقاعده اوطالبانو پر ضد دامرېکا عملېات زېات سى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه وايي جمهوررئېس پروېز مشرف دغه پېشنهاد چې د متحده اېالاتو د استخباراتو عالېرتبه چارواکيو ېعنى دملى استخباراتو رئېس ماېک مکانل او دامرېکا د مرکزى استخباراتو رئېس جنرال ماېکل هېډېن ورته وړاندى کړى و، رد کړېدى.

XS
SM
MD
LG