د لاس رسي وړ اتصالات

یاغي طالبانو د څلورو تښتول شوو افغانانو سرونه پرې کړي دي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چی یاغي طالبانو د افغانستان په شمال ختیځ کی د تعمیراتي چارو د څلورو تنو افغانانو چی تښتولي یې وو، سرونه ور پرې کړي دي.

یاغیانو دا کار وروسته له هغه وکړ چی ددغو وژل شوو افغانانو د کورنیو غړو او خپل خپلوانو هغه پیسې برابري نه کړای شوې چی یاغیانو د هغوی د آزادولو په بدل کی ورنه غوښتي وې.

ددغه وزارت له قوله دغه افغانان تیره هفته هغه وخت وتښتول شول چی هغوی د نورستان په ولایت کی د کوم سړک د جوړولو په کار اخته وو.

په افغانستان کی په تیرو دوو کالو کی شخړي او جگړې په داسی حال کی زیاتي شوي دي چی یاغیان هلي ځلي کوی چی د افغانستان د غرب طرفداره حکومت راو پرځوي او د هغه ملک نه د ناتو او امریکا قواوی وباسی.

تیر کال په افغانستان کی څه د پاسه ٦٠٠٠ کسه وژل شوي دي چی زیاتره یې ملکي خلک وو، چی دا د ٢٠٠١ کال را هیسی چی د طالبانو رژیم را وپرځول شو، د تشدد او جنگ جگړو تر ټولو سخت کال و.

XS
SM
MD
LG