د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو غوښتي چې په افغانستان کې د عسکرو لپاره دی په عام محضر کې غوښتنه ونه شي


دناټو لوړ رتبه ملکی مشر غوښتی دی چې په عام محضر کې دی افغانستان ته دنورو عسکروغوښتنه دی ختم شی . دناټو دعمومی منشی جنرال هیپ ده هوپ نطاق نن دشنبی په ورځ وویل، شفیر پدی عقیده دی چې دارنگه غوښتنه دناټو دغړوهیوادونو ترمنځ دبی اتفاقی غلطه انتباه ورکوی . لیکن ددغه اندیښینی سره سره هیپ ده هوپ شیفر دالمان ورځپاڼی ‏(‎ بلډ ام سونټاگ ‏)‎ ته وویل، المان باید په افغانستان په خاصه توگه په هغو سیموکې زیات کړی چې طالبان پکې فعال دی .

دالمان ددفاع وزیر فرانز جوسیف جونگ پرون دجمعی په ورځ جوسیف وویل، دپارلمان پریکړی دهغه دهیواد حضور ئې دافغانستان دشمال پوری محدود کړیدی . دالمان تقریبآ دری زره عسکر په کابل او شمال کې ځای په ځای شویدی .

دامریکا ددفاع وزیر رابرټ گیټز دناټو ددفاع وزیرانو ته وویل،دافغانستان جنوب ته عسکراوهلیکپټری ولیږی چې دامریکا دسمندری پلوعسکرو ځای ونیسی چې ټاکل شوی دکال په اخرکې ددغې سیمی نه اووځی . دهغه غوښتنی په ناټو کې درز پیدا کړیدی . المان، فرانسه،ترکېه او ایټالیه نه غواړی چې خپل عسکر افغانستان ته ولیږی . دناټوددفاع وزیران به دروانی میاشت په اخرکې په خپله غونډه کې په دغوموضوع باندی خبری وکړی .

XS
SM
MD
LG