یو امریکایی سیاسی مبصر، سلیگ هیرسن، د پاکستان د سرنوشت به باب یوه مقاله کی لیکلی: که چری پاکستان کی سمدستی اصلاحات ونشی، نو دا ملک د تجزیه کیدو په لور تللئ شی.
پاکستان کی د فروری په اتلسمه کیدونکی انتخابات که هره نتیجه ولری؛ خو که چری پاکستان کی جدی بدلونونه او اصلاحات ونشی، نو کیدی شی چی پاکستان ډیر وخت همداسی سلامت پاتی نه شی.
د پاکستان ریاست چی یو خوا د امریکا د فشارونو سره مخ دی ورسره یو ضعیف سیستم هم لری. خو تراوسه د کال ١٩٧٣ اساسی قانون چی څو ځله د فوځی واکدارانو دلاسه د پښو لاندی شویدی، دا پاکستان یی په اوږو ټینگ نیولی دی.
خو اوس چی جمهور ریس مشرف د پاکستان د پنجابیانو په سر واک چلوی. هغوی د نورو وړو قومونو پښتنو، بلوچو او سندیانو سره د یو خونړی تصادم په لور روان ښکاری او که دا ټکر وشو، نو پاکستان به د څلورو قومونو په دریو ملکونو بدل شی.
په دی حالت کی به د پاکستان پښتانه د افغانستان د پښتنو سره چی ټول شمیر یی څلویښت میلونه کیږی، د پښتونستان په نوم ملک جوړ کړی. بل خوا، درویشت میلونه سندیان به د شپږو میلونو بلوچو سره یو ځایی جلا ملک قایم کړی. او پاکستان به یوازی د پنجاب تر حده پاتی شی - چی اتوم بم به هم لری.
که تاریخ ته وگورو، نو د پاکستان ټوټی ټوټی کیدل کومه د حیرانتیا خبره به نه وی. ځکه چی سندیان بلوچ او پښتانه د انگریز د غلامئ نه پس هم ازاد نه شول. دغو دریواړو تر پیړو پیړو د پنجاب د واک په مقابل کی مجادله کړیده. او اوس د پاکستان د پنجابی فوځ د اثر لاندی ژوند کوی.
او همدی فوځ د وړو قومونو د منطقو نه قدرتی وسیلی د پنجاب د خدمت دپاره برابری کړیدی. او د اباسین اوبه چی د پنجاب نه تیریږی او سند د دریاب په نوم یادیږی، ټولی اوبه یی په پنجاب کی استعمالیږی. د پاکستان د قومونو ترمنځ دا موجوده تربگنی د دی سبب شویده چی امریکا ته هم سخته شوېده چی د ترهگرئ په مقابل کی خپل مقصدونه ترلاسه کړی.
د پاکستان او افغانستان په پوله پراته پښتانه د زړه د خلاصه د طالبانو او القایده سره مرسته کوی او دا کار په دی کوی چی طالبان هم پښتانه دی. دغی قبایلی سیمه کی د امریکا یا د پاکستان د بمباریو په وجه چی پښتانه وژل کیږی. دی سره په پښتنو کی د ملت پالنی جذبه نوره هم قوت مومی. او وایی چی دوی به تر هغی ښه ورځ ونه وینی، تر څو ځانه له د خپلی شریکی صوبی خاوندان شوی نه وی.
خو د پښتنو ځینی مشران د صوبی په ځایی د جلا پښتون وطن خبره کوی. ځکه چی د پاکستان نه وړاندی حتی د انگریز د راتگ نه پخوا دا منطقه د افغانستان خاوره وه چی د پنجاب برخی هم پکی شاملی وی.
بلخوا بلوچ د هغی ورځی نه د ازادئ د پاره جگړه کوی چی د کومی ورځی نه چی په زور د پاکستان په خاوره کی شامل کړی شویدی. او اوس چی د سند یوه باتوره لور بی نظیر بوټو په پنجاب کی ووژلی شوه نو د بلوچو سره سندیانو هم د پنجاب په ضد غږ یو کړیدی.
د پاکستان ماتیدل به یو تاوانی او تخریبی عمل تمام شی. خو اوس هم وخت شته چی مخه یی ونیول شی. خو په دی صورت چی امریکا او نور ملکونه چی د پاکستان سره مرسته کوی، د اسلام اباد واکمن په دی قانع کړی چی د کال ١٩٧٣ اساسی قانون باید پوره حاکم شی. خو ورسره دا هم وکړی چی د ټولو قومونو دپاره پکی د ډیرو اختیاراتو بدلون هم راوستلی شی.
په دی اوسنی حالت کی دپاکستان واړه قومونه داسی یو مرکزی حکومت غواړی چی یوازی د دفاع، خارجه، نړیوال تجارت، مواصلاتو او کرنسئ چاری د مرکز په لاس کی وی. خو د صوبو د حکومتونو د چلولو او ړنگولو اختیار ورسره نه وی. د گازو په شمول، د ملک د قدرتی وسیلو د گټو په تقسیم به هم د نوی سره خبری کوی. په لومړی گام کی پکار دی چی د امریکا حکومت باید د پاکستان سرحد ته د القاعده د خلاف عملیاتو دپاره خپله خاصه قوه ولگی. او ورسره دی په نورو پښتنی سیمو کی هغه ملت پاله او روشنفکره پښتنی ډلی تقویه کړی چی په منطقه کی د اسلامی بنسټ پالو ډلو د لاسه د سیاست نه بیرون پاتی شویدی.
دا خبر ډیر وخت نه کیږی چی امریکا باید د پاکستان د اتومی قوت د خوندی ساتلو دپاره د مشرف د حکومت ملاتړ وکړی او پاکستان دی یو موټی وساتی. خو د پاکستان د اتوم بم ساتنه د پاکستان د فوځ کار دی. د جمهور ریس کار نه دی.
که پاکستان تجزیه هم شی د پاکستان اتوم بم غلطو لاسونو ته نه ورځی. ځکه اتوم بم د پنجاب سره پاتی کیږی چی دومره د تاوان خبره نه ده. د پاکستان فوځ په ټول ملک خپله سلطه خوره کړیده او کولی شی چی د پاکستان د وړو قومونو د غوښتنو په پوره کولو سره پاکستان کی ناارامی ختمه کړی.
او ورسره واړه قومونه د پنجاب سره په اقتصادی اړیکو ساتلو ډیری گټی ترلاسه کولی شی. او دا کار په یو فیدرالی خودمختاره پاکستان کی کیدای شی.
او دا کار د امریکا د گټو دپاره هم مفید گرځیدی شی. او کولی شی چی دی سره پاکستان د بالقان د ریاستو په سرنوشت اخته کیدو او ټوټه ټوټه کیدو نه ساتل کیدای شی.