د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیتس په اروپایانو غږ وکړ چې په افغانستان کې د ناتو د ماموریت ملاتړ وکړي


د امریکا د دفاع وزیر رابرت گیتس د یکشنبې په ورځ په اروپایانو غږ وکړ چې په افغانستان کې د ناتو د ماموریت ملاتړ وکړي تر څو ددغه هیواد جنگ ځپلي خلکو سره مرسته وکړي او دوی ازاده ټولنه جوړه کړي. ځکه دا هغه کار دی چې متحدینو ٦٠ کاله مخکی کړی ؤ.

د دفاع وزیر رابرت گیتس د اروپايي امنیت په کلنۍ کانفرانس کې په خپله وینا کې چې مستقیماً اروپایان یې مخاطب کړي وو، ددې خبرې اعتراف وکړ چې هغوی دده دا غوښتنه چې ناتو دې په افغانستان کې خپل عسکر زیات کړي نه ده منلې.

ده وویل سره د دې چې افغانستان د اروپا نه لرې پروت دی خو د ناتو په تعهداتو کې دا شی هم شامل دی چې دغه تړون د هغو خلکو سره مرسته کوي چې د خپلې ازادۍ او نیکمرغۍ لپاره جنگیږي؛ او برسیره پردې دا تعهدات د هغو هڅو پورې تړلی دی چې د بین المللي تروریزم او د افراطي مسلمانانوپه ضد کیږي.

گیتس وویل: "هغه خطر چې د افراطي مسلمانانو نه متوجه دی حقیقي دی او په اسانه باندې دا خطر له منځه نه ځي. تاسو پخپله په مادرید او لندن کې په خپلو سترگو ولیدل. همدارنگه وړې حملې په استانبول، پاریس، گلاسگو کې هم شوي دي.

په دې وروستیو کلونو کې دا سې ترورستي حملې چې کیدای شو ډیر زیات تخریبات به یې کړي واي د کیدلو نه مخکې خنثی شوي دي."

ددفاع وزیر گیتس وویل ځنې اروپایان د افغانستان د جگړې سره مخالف دي او دوی دغه جگړه د عراق د جگړې سره تړي. مگر ده د یکشنبې په ورځ وویل چې تاسو باید هیره نه کړئ چې دغې حملې په اصل کې په افغانستان کې طراحي شوې وې او که چېرې په دغه ملک کې وضعه باثباته نه شي نو کیدلای شي چې دغه کار یو ځل بیا وشي.

ده څرگنده کړه چې د افغانستان د جگړې سره د اروپایانو ملگرتیا ضعیفه ده ځکه دوی د هغه خطر نه چې د افغانستان نه متصور کیدلای شي په اسانه باندې څه نه شي درک کولی.

گیتس وايي: "یوه لحظه داسې تصور وکړئ چې که اسلامي ترورستان ستاسې پای تختونه په همدې شدت تر حملې لاندې ونیسي لکه چې یې نیویارک ښار یې ونیو.

بیا داسې هم تصور وکړئ چې دوی خطرناکې او مخربې وسلې لاس ته راوړي او نن ورځ په ټوله نړۍ کې داسې وسلې په اسانی موندلې کیدلې شي. مگر دوی دغه خطر ته نه دي متوجه چې اسلامي ترورستان یواځې خپلې وارې ته گوري."

ددفاع وزیر رابرت گیتس اروپایان وهڅول داسې چاره او وسیله ومومي چې هغه خطر مرفوع کړي چې ازادۍ ته دی لکه چې مخکینیونسلونو دا کار کړی دی. د دفاع وزیر وویل چې په افغانستان کې ماته د اسلامي ترورستانو د سرطان ناروغي نوره هم تشدیدوي او تاسو د ناتو ماموریت ته د دې تړون د اعتبار په سترگه وگورئ.

رابرت گیتس وايي: "مونږ ته نه ښايي او مونږ یې هم داسې نه شو پریښودلای چې د ناتو تړون په دوو برخو وویشل شي یعنې یو شمیر یې د جنگ پلويان اوځنی نور یېربیا د جنگ په ضد شي. داسې حالت د جمعي امنیت لپاره خطرناک عواقب لري او کیدای شي ناتو ته خاتمه ورکړي.

په ناتو کې ځنې غړي باید یواځې د ثبات پسې نه وي او یواځې عمراني کارونه ونه کړي او جنگ جگړه نورو غړو ته پری نږدي. دوی باید په دې کار کې انډول په پام کې ونیسي او پری نږدي چې یو شمیر نورپه دې لاره کې تلفات متحمل شي."

ددفاع وزیر گیتس همدارنگه وویل چې هغه د پنځو کالو ستراتیژیکي سند چې ناتو یې د افغانستان په هکله جوړول غواړي باید داسې اهداف ولري چې رښتني وي او د پلي کولو میکانیزم ولري.

دغه سند به د ناتو د مشرانو په غونډه کې په رومانیا کې د اپریل په میاشت کې لاس لیک شي.

XS
SM
MD
LG