د کندهار والی د سرک دغاړی دبم د یوې چاودنی نه وروسته روغ پاتی شویدی خو په همدغه پیښه کې دری ملکیان زخمی شویدی.
دغه رپوټ پرون د دوشنبی په ورځ دکندهار دوالی اسداله خالد دفتر ورکړ. د رویټرخبری آژانس وائې، اسد اله خالد شاه ولی کوټ ته ددی لپاره روان و چې هلته د بیارغونی یو شمیر پروژی پرانزی چې دا چاودنه وشوه.
همدارنگه د هلمند په ولایت کې یو ملا او د هغه دوه ماشومان هغه وخت ووژل شول چې په چادیدونکو موادو ئې کارکاوه.
پولیسان وائې، څرنگه چې هغه په کورکې کارکاوه، په همدغه چاودنه کې دهغه ښځه او لور هم زخمی شویدی.
کندهار د طالبانو دزوکړی ځای دی او په دغه ولایت کې اوس د هغو مهم حاصل اپین دی چې هیروئن ترینه جوړیږی.
په تیرو دو کالو کې په دغه ولایت کې دیاغیانو او د امریکا او ناټو قواو ترمنځ سختی خونړې جگړی شویدی .