توقع ده چې د جمهورى رېاست لپاره امېد وار کاندېد سناتور براک اوباما نن د سه شنبى په ورځ په مرېلنډ، واشنگټن او وېر جېنېا کې له خپلې انتخابى سېالې سناتورې هېلرى کلنتن نه مخکى شى.
رپوټ وايى چې په دغو اېالتونوکې راېې ورکونکى د هېلرى کلنتن په نسبت د اوباما په برخه کې مطلوب نظر لرى. راېې ورکوونکى دمرېلنډ وېر جېنېا او واشنگټن ډى سى کې راېې ورکوى.
دغه درى واړه انتخابى حوزې تقرېبا دولس فېصده استاځى لرى. د ټولو استاځو دولس فېصدو ته هرېو د کاندېدى د گټلو لپاره ضرورت لرى.
سناتوره هېلرى کلنتن لا تر اوسه پورې هم له اوبامه نه د استاځو په شمېر کې لږ مخکى ده. د هېلرى کلنتن استاځى ېو زر او ېو سلو شپږ دېرش دى په داسى څال کې چې د اوباما ېو زر او ېوسلو اته کسان دى.
په جمهورى غوښتونکېو کې سناتور جان مکېن مخکښ دى. هغه د جمهور رئېس جورج بش د ورورو جب بش چې د فلورېډا والى دى، ملاتړ ترلاسه کړېدى.
جېب بش ووېل چې مکېن ېو وطنپرست اومحافظه کار مشر دى او ددغه هېواد لپاره ېې ډېرې قربانى ورکړېدى.