د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې رای ورکوونکو مشرف پلوه سیاسي گوندونه رد کړل او واکمن گوند په انتخاباتو کې ماتې منلې ده.
د پاکستان مسلم لیگ ق گوند رئیس، چودهري شجاعت حسین وایي د هغه گوند د اپوزیسیون نقش لوبولو ته چمتو دی.
او د امریکا جمهور رئیس جورج بوش وایې په پاکستان کې وروستي پارلماني انتخابات په هغه هیواد کې د ترهگرې پر ضد د جگړی بریالیتوب څرگندوي؛ او هیله لری چې د پاکستان نوی حکومت هم د امریکا سره خپل اتحاد ته دوام ورکړي.
د پاکستان جمهور رئیس پرویز مشرف وایې د دوشنبې په ورځ په عمومي انتخاباتو کې د سیاسي مخالفو گوندونو د بریالیتوب سره هغه د استعفی کولو کوم پلان نلري.
ښاغلي مشرف د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي چې د هغه اداره به ترهغه مخکی ځي چې یو ثابت دیموکراتیک نظام رامنځ ته کړي.