د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا په پاکستان کې له نوى حکومت سره همکارى ته سترگې په لاره ده


د امرېکا دمتحده اېالاتو حکومت وايي چى په پاکستان کې له نوى حکومت او جمهوررئېس پروېز مشرف سره همکارى ته سترگې په لار دي.

د امرېکا د بهرنېو چارو د وزارت مرستېال، رېچرډ بوچر، نن د پنجشنبى په ورځ ووېل د امرېکا حکومت به له هر هغه چا سره همکارى وکړى چې له انتخاباتو نه وروسته د ملک صدر اعظم شى؛ او همدارنگه به د جمهور رئېس پروېز مشرف سره هم خپلى همکارى ته، چې اوس د پاکستان د ملکى جمهور رئېس په توگه خدمت کوى، دوام ورکړى.

د امرېکا حکومت داخبره نن د پنجشنبى په ورځ تائېد کړه چې ښاغلى بش د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف ته د سه شنبى په ورځ ټېلېفون وکړ.

ېوه وروسته له هغه نه چې دهغه گوند په پارلېمانى انتخاباتو کى بشپړه ماتى وخوړه. د ښاغلي بش نطاقى ددې معلومات له ورکولو نه ډډه وکړه چې دغو ډواړو مشرانو په کومو مساېلو باندى بحث وکړ.

ښاغلى مشرف، د امرېکا په مشرۍ دترهگرى ضد نړېواله جگړه کې دامرېکا مهم انډېوال گڼل کېږى. د ښاغلى مشرف سېاسى اېنده له ستونزو سره مخامخ ده.

د امرېکا حکومت په دې اونى کې هېله څرگنده کړه چې په پاکستان کې جوړېدونکىحکومت به د ترهگرى او افراطېت خلاف جگړه همکارى او انډېوالى ته دوام ورکړى.

XS
SM
MD
LG