د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان مخا لف گوندونه دنوی حکومت لپاره پلانونه جوړوی


دپاکستان مخالف گوندونه دنوی حکومت دجوړولو لپاره پلانونه جوړوی چې پدوی کې دنوی صدراعظم انتخاب او دجمهوررئیس پرویزمشرف سرنوشت شامل دی . دپخوانی وژل شوی صداعظمی بینظیر بهتودپاکستان دپیپلز پارټی او دپخوانې صدراعظم نواز شریف دپاکستان دمسلم لیگ ـاین گوند مشران نن دشنبی په ورځ دخپلو پلویانو سره جدا غونډې وکړی چې په یوشمیر پیشنهادونو باندی خبری وکړی . ددواړو گوندونو ماموران وائې،دپاکستان دپیپلزپارټی درئیس مرستیال مخدوم امین فهیم دصدارت دمقام لپاره ښه انتخاب دی . مخالف گوندونه پدی موضوع باندی هم خبری کوی چې په نوی حکومت کې به دجمهوررئیس پرویزمشرف څه نقش لوبوی .

دپیپلز پارټی او دمسلم لیگ این گوندونو موافقه کړی چې دتیری هفتی دکامیابی نه وروسته په گډه په ملی اتفاق نوی حکومت جوړکړی . کیدای شی چې ددوی ائتلاف دجمهوررئیس پرویز مشرف قدرت ته گواښ وی . دمخالفو گوندونو مشرانو وویل، دوی دلویدیځو ملکونو دسفیرانو سره کتلی دی چې دوی وائې، ددی لپاره چې قدرت په ارامی سره انتقال شی ، گوندونه دی دمحاصره شوی جمهوررئیس سره گډ په حکومت کې وی. دبهتو اوشریف گوندونو ددوشنبی دورځی دپارلمانی انتخاباتونه وروسته چې یولومړی اوبل دوهم پکې راغی ، پریکړه وکړه چې لاس سره یو کړی .

کیدای شی چې ددوی ائتلاف دجمهوررئیس پرویزمشرف قدرت ته گواښ وی . ښاغلی مشرف دځینو مخالفو مشرانو غوښتنه ردکړه چې وائې، هغه دی استعفئ وکړی . دمشرف پلوی گوند نن هم په اسلام ابادکې غونډه وکړه چې په نوی حکومت کې پخپل رول باندی خبری وکړی . دپوځ پخوانی جنرال دالقاعدی او طالبانو په خلاف جنگ کې دامریکا کلک متحد دی مگر دتیر نومبر دمیاشتی نه راپدی خوا اضطرار حالت ئې اعلان کړاو یوشمیر قاضیان ئې برطرف کړل پخپل کې ورباندی سخت انتقادونه کیږی .

XS
SM
MD
LG