د لاس رسي وړ اتصالات

نژادونه او اقلیتونه - په اروپا او امریکا کې


په داسې حال کې چې یو افریقايي الاصله امریکايي، بارک اوباما، د جمهوري ریاست لپاره د دموکراتانو په لمړنیو انتخاباتو کې په یوولسو ایالتونو کې بریالیتوبونه تر لاسه کړي، په اروپا کې اقلیتونه اوس هم ستونزو سره مخامخ دي.

او دوی د اروپا په ډیرو پارلمانونو کې ډیره لږه برخه لري، او د گوتو په شمیر د حکومت په غټو څوکیو ناست دي.

خو اوس دغه حالت بد لیږي.

زهره بیتان، د فرانسې د تاییس په ښارگوټي کې د انتخاباتي مبارزو لپاره ځان برابروي، خو هغه دومره پېژندل شوې څېره نه ده. بیتان د مخالف گوند یعنې د سوسیالستانو یوه کاندیده ده.

مگر د ښار گوټي اوسیدونکي اوسني ښاروال ته چې یو محافظه کار دی، د ددو تیرو لسیزو لپاره رایې ورکړي دي.

هغه یوه بله ستونزه هم لري. که چیرې په انتخاباتو کې بریالۍ شي، نو دا به د ښارگوټي لمړنۍ ښارواله وي چې د نژاد له حیثه د شمالي افریقا پورې اړه لري.

خو بیتان چې مور او پلار یې د الجزایر نه فرانسې ته مهاجر شوي دي، وايي چې د هغې نژاد باید کومه ستونزه نه وي.

ظهره بیتان دا مني چې دلته مهاجرین باید زیات کار وکړي او ډیر مصمم وي، تر څو د هغو تبعیضونو سره مقابله وکړي چې ددوی په وړاندې راولاړیږي.

مگر هغه ځان فرانسوۍ گڼي، نه الجزایرۍ. اوس هم په فرانسه او نوره اروپا کې اقلیتي سیاستمداران چې یوه نمونه یې بیتان ده، ډیرې هلې ځلي کوي تر څو غږونه یې واوریدل شي.

ددوی ډیر شمیر تور او مسلمانان دي او ددوی کورني ډیر کلونه پخوا د کار لپاره دغه ملک ته راغلي وو. د مثال په توگه په فرانسه کې د پارلمان د شپږو سوو نه یواځې یو کس د بل نژاد او د اقلیتونو نه دی.

په سنا کې هېڅوک نشته. په فرانسه کې د تور نژاد د ډلو د یوې ټولنې رئیس وایي چې د راتلونکي مارچ د ښاروالیو په انتخاباتو کې اوسني حاکم او د سوسیالست گوندونو د فرانسې په لویو ښارونو کې یواځې یو ډیر لږ شمیر کاندیدان درولي دي.

دوی ته ښايي چې ډیر شمیر دغو انتخاباتو ته کاندید کړي وای. د اروپا په نورو برخو کې هم دغه شکایتونه پورته شوي دي.

په جرمني کې ترکان د دې هیواد د نفوسو په سلو کې لس جوړويف خو دوی په پارلمان کې په سلو کې د یوه نه لږ استازي لري.

په ایتالیا او هسپانیا کې اقلیتونه دې نه هم لږ واک لري. په دې ملکونو کې مهاجرت یوه نوې پدیده ده. حتې په بریتانیا کې چې په اروپا کې د څو نژادي جوړښت له پلوه یوه نمونه ښودله کیږي، سیاسي پرمختگ ډیر ورو دی.

دایین اباټ د اقلیتونو نه د هغو ١٥ استازو نه یوه استازې ده.

اباټ وايي: "ستونزه نژاد پالنه ده. له هغه وخته راهیسې چې اقلیتونه په بریتانیا کې پارلمان ته خپله لاره پرانستله، ددوی شمیر ډیر لږ پاتې ده او دلیل یې هم نژاد پالنه ده. اروپاییان په امریکا کې انتخابات په غور څاري او دوی غواړي چې د بش د دورې په نسبت په امریکا کې ډیر بدلون رامنځ ته شي."

تامس ولاسک چه په لندن کې د اروپايی اصلاحاتو په مرکز کې کار کوي وايي چې اروپاییان، اوباما او کلنتون دواړه د بدلون مناسب کاندیدان بولي.

ولاسک وايي: "که چیرې دواړو کاندیدانو ته وکتل شوي، په دوی کې اوباما د کلنتن پرتله ډیر بدلون غواړي. ډیر خلک اوباما د امریکا د خوبونو د رښتیا کیدلو عامل گڼي."

په تاييس کې بیتان د بارک اوباما په شان ځان د فرانسې راتلونکی جمهور رئیس تصور کوي. خو هغه شک لري چې په اوس وخت کې داسې څېره لکه اوباما په فرانسه کې رامنځ ته شي.

بیتان وايي چې اوس فرانسه حاضره ده چې د اقلیتونو نه یو شمیر ښاروالان ولري، خو ملک تر اوسه پورې د یوه تور جمهور رئیس د لیدلو تمه نه کوي.

د پاریس د مطالعاتو په مرکز د امریکا د څېړنو یو کار پوه، ندايي، وايي چې د نژادي تنوع له لحاظه فرانسه د امریکا نه وروسته ده.

ندايي وايي که څه هم بدلون رامنځ ته کیږي خو د فرانسې او د اروپا د محافظه کارۍ په سبب اوس هم په دې هیوادونو کې اقلیتونو ته لوړو مقامونو ته د رسیدلو زمینه نه برابریږي.

خو بیا هم پرو سږ کال د فرانسې جمهور رئیس، نیکولاس سرکوزي، دری وزیران په خپله کابینه کې شامل کړل چې عرب او افریقایی الاصله دي.

په دوی کې د عدلیې وزیره هم شامله ده. په اروپا کې خلک په دې فکر دي چې که چیرې اوباما د امریکا په انتخاباتو کې وگټي، دا پیام به اروپا ته هم ورسیږي.

XS
SM
MD
LG