د لاس رسي وړ اتصالات

افغان خبریال 'غیر قانوني وسله وال دښمن'


د امریکا پوځ هغه افغان خبریال چې په بگرام کې د دری میاشتو راهیسي د دوی سره بندي دی یو غیر قانوني وسله وال دښمن بللی دی.

د پوځ ویاند وایی د جاوید احمد په نوم ژورنالست دوسیه د یوی ډلې له خوا څیړل شوی، او ویل شوي چې هغه د امریکا په مشرۍ ائیتلافي ځواکونو او د افغانستان حکومت ته یو خطر دی.

د امریکا پوځ ددغه ژورنالیست پر خلاف چې کاناډایې تلویزون ته یې کار کار کاوه، هیڅ ډول ثبوت ندی وړاندی کړي، خو وایي چې جاوید احمد د خبریالی له امله ندی نیول شوی.

XS
SM
MD
LG