د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې اکثریت مسلمانان تروریزم نه مني


د گالوپ په نامه موسسې د هغې پراخې سروې نتایج په دې هفته کې خپاره کړ چې په پنځه دیرشو هیوادو کې د پنځوسو زرو مسلمانانو نه اخیستل شوې ده. په دې سروې کې د یو بلیون زیاتو مسلمانانو د نظر څرنگوالی ښودل شوي دی.

ویل کیږي دا په ټوله نړی کې تر ټولو لویه سروې ده چې شپږ کاله یې وخت ونیو او په هغې کې د امریکا، افراطیت او د موکراسۍ په باب پوښتنې شاملې دي.

د یو د پاڅه دوه زرم کال د سپتمبر د یولسمې د ترورستي حملې نه وروسته چې د نړی په تجارتي مرکز او د امریکا د دفاع وزارت یا پنته گان باندې وشولې، تر اوسه پورې دا پوښتنه تل مطرح شوې ده چې ولې یوې ډلې مسلمانو افراطیانو امریکا په نښه کړه.

بله پوښتنه دا وه چې ولې نور مسلمانان د تروریزم په هکله غلي دي؟ په سروې کې ښودل شوي دي چې که څه هم په مسلمانانو کې یو لږ شمیر افراطي افکار لري، خو اکثریت یې یعنې ٩٢ په سلو کې معتدل نظر لري.

د واشنگټن د جورج ټاون په پوهنتون کې د دیني چارو استاد پروفیسر جان اسپوزیتو وايي:”مذهبي افراطیت او د امریکا سره ضدیت د اسلام د تعلیماتو سره اړخ نه لگوي، بلکه دا په هغو سیاسي مفکورو ولاړ دي چې افراطیت نه سرچینه اخلي.”

جان اسپوزیتو وايي: ”هغه څه چې مونږ درک کړی دی هغه دا دی چې دا په اصل کې سیاست دی نه د هغو کسانو تقوی چې ددغه افراطیت تر شا دي.”

دا په حقیقت کې یو سیاسي غمیزه او یوه اقتصادي غمیزه ده چې زمونږ د تعجب وړ نه گرځي. په یاد ولرئ چې د سپتمبر د یولسمې نه وروسته مونږ دا خبره کشف کړه چې دا حمله کونکي د مهاجرینو د کمپ اوسیدونکي نه وو بلکه دوی د بډایو کورنیو څخه وو، ښه تعلیم یې لاره او ځنې په کې مذهبي او ځنې نور یې دومره مذهبي نه وو.

د گالوپ څېړونکي وايي چې په ځنو مسئلو کې اعتدال خوښونکو او سخت دریزو یو ډول دریز درلود او دا یواځې د احساس تر سطحې پورې محدود ؤ. د الیا مجاهد د گالوپ په نظر غوښتنه کې د اسلامي مطالعاتو څېړونکې ده.

دالیا وايي چې دا اسانه خبره ده چې اسلام په هرڅه ملامت کړو خو په حقیقت کې دا سیاسي خبرې او د هغو کړاونو انعکاس دي چې په اسلامي نړی کې شته دي او ډیر شمیر ځوانان افراطیت خواته ټیل وهي.

دالیا مجاهد وايي:”کوم شی چې دغه ډله د مسلمانانو د اکثریت نه بیلوي، هغه تقوا نه ده بلکه د سیاست نه برداشت دی. هغه شی چې مونږ موندلی دی هغه په عراق کې روانه جگړه، د فلسطیینانو او اسرائیلو تر منځ شخړه او حتی په افغانستان کې جگړه ده چې باید ختمه شي تر څو ښې اړیکې رامنځ ته شي.”

دالیا مجاهد وايي اکثریت مسلمانان د امریکا تکنالوژي او ازادي خوښوي او په دې قانع دي چې امریکایان ډیرښه کاریگر دي. خو کله چې خبره د امریکا پالیسۍ ته راځي نو د ټولو په منځ کې د نظر یووالی لیدل کیږي.

دوی ټول جمهور رئیس بش او دده اداره نه خوښوي. په دې کې اعتدال خوښونکي او سخت دریز دواړه توافق لري. که څه هم جمهور رئیس بش وغواړی چې په سیمه کې دموکراسي خپره شي، خو مسلمانان وايي چې ښاغلی بش په خپل دې کار کې جدي نه دی.

پروفیسر جان اسپوزیتو یو ځل بیا وايي:"د مسلمانانو په منځ کې ټول په یو شي کې اتفاق لري او هغه د امریکا دوه مخیزه بهرنۍ پالیسي ده، خصوصاً چې کله د دموکراسۍ د خپریدلو مسئله شي.

" جان اسپوزی وايي د نړی په گوټ گوټ کې مسلمانان په دې خبرې توافق لري چې غربي ملکونه کولی شي د اسلام په ضد دغه اوسنۍ لهجه بدله کړي او د تروریزم او مذهب تر منځ توپیر وکړي. جان اسپوزیتو وايي:"

د اکثرو مسلمانانو سره د تروزیزم او د امنیت اندیښنه شته ده او په دوی کې ډیر شمیر ددې ښکار کیږي. که چیرې تاسو انتر نت ته ولاړ شئ هلته ډیر انفرادي او په ډله ایزه توگه مسلمانان شته دي چې د سپتتمر د یولسمې پیښه غندي خو مطبوعات ورته پاملرنه نه کوي."

دالیا مجاهد او جان اسپوزیتو دواړه دا مني چې د مسلمانانو او امریکا تر منځ د اختلاف د کمولو لپاره ښه خبره داده چې خبرې اترې سرته ورسیږي. دوی ددې خبرې جوگه دي چې بدلونونه ومني او اعتدال خوښونکي د سخت دریزو نه بیل کړي.

XS
SM
MD
LG