د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د پوټین د خوښی کاندید کامیابی تر لاسه کړیده


په روسیه کی جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د اوسنی جمهور ریس ولادیمیر پوټین د خوښی کاندید، دی میتری میدویدوف، د اویا فیصده رایو په گټلو کامیابی تر لاسه کړیده.

په یکشنبه شوو انتخاباتو کی د تیرو وختو په نسبت زیاتو خلک رایی اچولو ته راوتی وو، خو د گولوز په نوم د رایی ورکونکو د حقوقو یوه موسیسه وایی چی دوی ته داسی خبرونه هم رسیدلی چی خلک په زوره رایی ورکولو ته مجبوره کړی شویدی.

د اروپایی ملکونو یو ناظر هیت چی دا انتخابات څارلی دی وایی چی په مجموع کی انتخابات ښه وو، خو د ځینو طرفونو لخوا د مطبوعاتو نامناسبه استعمال د تشویش وړ دی او د انتخاباتو شفافیت یی د سوال لاندی راوستئ دی.

د انتخاباتو نه پس په خپل لومړی مطبوعاتی کانفرانس کی ښاغلی میدویدوف ویلی دی چی د جمهور ریس په حیث به دی ملک د بهرنیو اړیکو چاری په خپل لاس کی ساتی.

او ویلی چی اوسنئ جمهور ریس پوټین به د جمهور ریاست د ځایی نه د صدر اعظم دفتر ته لاړ شی.

XS
SM
MD
LG