د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مامور: د هیواد په ٩٥ فیصده خاوره باندی حکومت کنټرول لری


د افغانستان د استخباراتو رئیس ‎امرله صالح ‏ وائې، حکومت د افغانستان په ٩٥ فیصده خاوری باندی کنټرول لری او د امریکا هغه رپوټ ئې ردکړ چې ویلی و، د کابل حکومت یوازی د افغانستان دخاوری په دریمه برخه باندی کنټرول لری.

هغه پرون د دوشنبی په ورځ په کابل کې وویل، د افغانستان د٣٦۴ ولسوالیونه یوازی اته ئې د حکومت په لاس کې ندی.

د امریکا د ملی استخباراتو رئیس ‏(‎مائک مک کائنل ‏)‎ تیره هفته کانگرس ته ویلی وچې دافغانستان شپته فیصده خاوره د محلی قبائلو په لاس کې ده، طالبان لس فیصده او حکومت دیرش فیصده کنټرولوی.

ښاغلې صالح دمک کائنل دا ارقام غلط اوبی اساسه وبلل او وائې، امریکائې چارواکې د قبائلو د مشرانو په هغه نقش باندی چې د افغانستان په حکومتی عنعنوی سستم کې ئې لوبوی پوره ندی ندی خبر.

د افغانستان د استخباراتو رئیس وویل، د امریکا ماموران فکر کوی چې په حکومت کې، د قبائلو اکثریت مشران کوم نقش لوبوی نودا د هغوی کنټرول بولی، په داسی حال کې چې کابل ‏دا یوه ډیره ښه شتمنی بولی.

د امنیتی چارو څارونکی پال بورټن چې دافغانستان په باره کې پوره مطالعه لری، وائې مرکزی حکومت ته د قبائلی مشرانو وفاداری ترزیاتی اندازی پوری د کابل دحکومت د قابلیت پوری اړه لری چې دوی ته څومره گټه رسولی شی.

دی وائې، دکابل حکومت کوښښ کوی چې د افغانستان په جنوب کې خلکوته لومړی ضروری شیان ورسوی محلی قبائلی مشرانوته ئې دا نا ممکنه کړیده چې د مرکزی حکومت په باره کې پوره احساس وکړی.

XS
SM
MD
LG