د لاس رسي وړ اتصالات

یوه ځان مرگه د افغانستان په ختیځ کی یو پولیس وژلی دی


افغان چارواکي وایی چی یوه ځان مرگه پرون د خوست د ولایت د تڼیو په ولسوالي کی په یوې حکومتي ودانۍ باندی حمله وکړه او یو پولیس یې وواژه.

ځان مرگه غوښتل خپل موټر بم په حکومتي ودانۍ باندی ورولي، مگر افغان محافظینو په هغه باندی ډزي وکړې او موټر د ودانۍ په دروازه کی وچول سو په دې پېښه کی تقریبا لس کسه چی یو عسکر هم په کی شامل و، زخمي سوي دي.

دا په تیرو دوو ورځو کی د ځان مرگو دوهمه چاودنه ده چی په خوست کی د طالبانو له خوا کیږی.

یاغي طالبانو ددوشنبې په ورځ اول د ناتو او افغان د گډو قواو د یوې نظامي اډې په محافظینو باندی ډزي وکړې او بیا یې د بمونو ډکه لارۍ په هغې خوا وروستله او هغه یې وچوله.

په دې حمله کی څلور تنه ووژل سول او پنځلس کسان زخمي سول چی په مړو کی د ناتو دوه عسکر هم وو. د ناتو د عسکرو ملیت نه دی اعلان سوی . د افغانستان په ختیځ کی اکثره امریکا یي عسکر اچول سوي دي.

XS
SM
MD
LG