د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چی په دې باب هیڅ اطلاع نه لری چی عراقي او ایراني مامورین وایی چی د عراق د امنیت په باب خبري به په دې هفته کی بیا شروع سی.
د بهرنیو چارو د وزارت نطاق ټام کیسی پرون دلته په واشنگټن کی خبریالانو ته وویل چی نه عراق او نه ایران د خپلو پلانونو په باب اطلاع ورکړې ده.
د ایران خبري آژانس ـ ایرنا پرون رپوټ ورکړ چی یو ایراني هیات بغداد ته رسیدلی دی او نن د پنجشنبې په ورځ به د امریکایي مامورینو سره وگوری.
د عراق د صدر اعظم مرستیال برهام صالح هم وویل چی څلورم روڼ خبري به په دې هفته کی په بغداد کی وسی.
امریکایي نطاق کیسی وویل چی امریکا دې ته تیاره ده چی د عراق د امنیتي مسالو په باب د ایران سره خبري وکړی، مگر په لوژیستیکي لحاظ نن د پنجشنبې په ورځ ددې خبرو امکانات نه لیدل کیږی.
هغه وویل د تیري میاشتي راهیسي چی تهران دا خبري ځنډولي دي، د هغو د بیا شروع کیدو د پاره کومه نېټه نه ده ټاکل سوې.