د امریکا د جمهوري ریاست په مقدماتي ټاکنو کې، د هېلاري کلنټن له تازه بریاوو څخه یوه ورځ وروسته، د بارک اوباما خپلوان وایي چې اوس هم د نوموړي پر کامیابۍ پوره باور لري.
د اوباما په پلرني هېواد، کینیا کې د هغه خپلوان د نوموړي سیاسي کړنې په ځیر سره تعقیبوي.
د اوباما نیا، ساره حسین اوباما چې د کینیا په لویدیځ کې پروت د بارک اوباما په پلرني کلي کې اوسیږي، د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل د انتخاباتو دا بهیر لا روان دی او د یو فوټبال لوبې په شان، تر څو ختم شوي نه وي، وروستۍ نتیجه نشي معلومیدای، ځکه هر یوه ته لا د گول وهلو چانس شته.
د بارک اوباما ناسکه خور، عومه اوباما هم دا سیالي خورا نژدې وبلله. نوموړې وویل، که څه هم بارک اوباما او نیایې یو له بله د ژباړونکي په مرسته خبرې کوي، خو سره خواږه دي.