د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني چارواکو درې تنه، د تروریستانو په گمان نیولي دي


پاکستاني چارواکي وایی چی پولیسو درې تنه چی په لاهور کی یی د ځان مرگو حملو کولو پلانونه جوړول، نیولي دي.

د لاهور د پولیسو قوماندان ملک اقبال وایی چی دغه مشکوک کسان نن په دې ښار کی، وروسته له هغه ونیول شول چی د هغي سیمی نه، چی د افغانستان سره سرحد لری، په یوه بس موټر کی د لاهور په خوا روان شول.

هغه وایی چی پولیسو د هغوی نه بمونه چی په کی د ځان مرگو ځلور کمر بندونه هم شامل وو، ونیول.

د پولیسو دغه قوماندان وویل چی دغو سړیو په دی اقرار کړی چی د یوې تروریستی ډلی غړی دی، او وغوښتل یی په لاهور کي په حکومتی ودانیو او مهمو اشخاصو باندی حملې وکړی.

هغه ددغی تروریستی دلي نوم وا نه اخیست او نه یی هغه ځایونه نه یاد کړل چی دغو تروریستانو غوښتل حملې پر وکړی.

XS
SM
MD
LG