د لاس رسي وړ اتصالات

په هرات کی اعتصاب


د هرات په ښار کی د روغتایی چارو کارکونکي وایی، دوی د امنیت د بهترېدلو او د سړي تښتولو د ختمېدلو په منظور، په اعتصاب لاس پوری کړی دی.

د دغو اعتصاب کونکو نطاق، ډاکټر عبدالظاهر نیازي، د امریکا ږغ راډیو ته وویل چی دوی په ټول ښار کی د سړي تښتوني په زیاتېدلو باندی د اعتراض په نامه اعتصاب کړی دی.

ده وویل د روغتونو ډاکټران یوازي د عاجلو خدماتو په وخت کی کار کوی او دوکانونه به هم ددغه اعتصاب د یوې برخی په توگه ټوله هفته تړلي وي.

ده وویل په تېرو څو ورځو کی په هرات کی د ډاکټرانو، قاضیانو او زرگرانو د زامنو په شمول نهه تنه تښتول شوي دي. دا نه ده معلومه چی دغه سړي تښتوني څوک کوی.

په تېر یوه کال کی په ټول افغانستان کی د سیاسی علتونو او پیسو غوښتنو په منظور، خلک تښتول شوي دی.

د بلی خوا، د اروپایی هیوادونو ټولني په افغانستان کی د پولیسو د روزلو د کار د تقویه کولو د پاره تیاری څرگند کړی دی.

تقریبا دوه سوه پولیس به د افغانستان د پاره د پولیسو د روزلو په پروگرام کی برخه واخلی، او انتظار کېږی چی دوی به ددې میاشتی ترپایه پوری خپل کار پیل کړي.

XS
SM
MD
LG