د دوشنبې په ورځ په ساعت کې یوسلو نهه ویشت کیلو متره چټک توفان او باد په بریتانیه کې بندري لارې تړلی وی او پولیسو موټر چلوونکو ته د پوره پام کولو خبردارې ورکړ.
د بیړنۍ ژغورنې د فعالیت ترڅنگ د هیواد په مختلفو برخو کې ونې د سټې نړیدلي او په کورنو ولیدلي چې له امله یې ودانیو ته زیان اړولی دی.
د بریتانې د چاپیریال ساتنې ادارې د شپږو جلا سیلابونو راوتلو له امله خلکو ته خبردارې ورکړې چې د ساحلي څنډو څخه په ځانگړی توگه د هیواد په جنوبي او غربي سیمو کې ځان لیرې وساتي.
هوایې ډگرونه او تجارتي بیړۍ د توفان له ویرې په اندیښنه کې دي چې خپل فعالیتونه وځنډوي.