د لاس رسي وړ اتصالات

'طالب یاغیانو، تر هغه چی انتظاریې ایستل کېدی، وضع خرابه کړې ده'


د ملگرو ملتونو یوه ستر مامور په افغانستان کی د ملگرو ملتونو د ماموریت نه د بهتری دفاع ږغ کړی دی او وایی چی طالب یاغیانو، تر هغه چی انتظاریې ایستل کېدی، وضع خرابه کړې ده.

د ملگرو ملتونو د سولی ساتنی دغه مامور جین مېری گیوهینو وویل چی د افغانستان دغه یاغیان تر هغه ډېر سرزوري او بې رحمه دي چی ډېرو هغو کسانو یې، چی په افغانستان کی یې خدمت کړی وو، فکر کاوه.

ده نن د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل بین المللی ټولنه هر وخت د افغانستان په مسله کی سره یو موټی نه ده.

ده وویل په افغانستان کی د ثبات د ټینگولو د پاره د ملگرو ملتونو، ناټو او د افغانستان د حکومت تر منځ بهتر تنظیم ته اړتیا ده.

ضمنا ایټالیې د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا غړو ته د یوې پرېکړی مسوده ورکړې ده او وایی چی په افغانستان کی دي د ملگرو ملتونو د ماموریت موده تمدید سی.

XS
SM
MD
LG