یوه ځوان بندي محمد جواد چی د تروریزم په تور د گوانتانامو په زندان کی اچول سوی، په قهر خپله نظامی محاکمه غندلې او هغه یې غیر عادلانه بللې ده.
په هغه باندی دا تور لگیدلی چی په افغانستان کی یې دوه امریکایی عسکر زخمي کړي وو، مگر هغه وویل چی بیگناه دی.
محمد جواد دغي نظامي محکمې ته وویل چی دی دغه زندان ته په غیر قانوني توگه اچول سوی دی او دا ادعا یې هم وکړه چی شکنجې ورکړه شوي دي.
هغه قاضي ته وویل چی نه غواړي نور دې محاکمې ته حاضر سی. خو قاضي جواد ته وویل چی که دی حاضر وی یا غیر حاضر محاکمه به یې دوام ولری.
د امریکا د اردو څارنوالانو دغه راز پرون په یوه بل افغان بندي باندی هم چی د گوانتانامو په زندان کی شپې ورځي تیروی، د تروزیزم په ارتباط تورونه ولگول او ویې ویل چی هغه څو کاله مخکي په افغانستان کی په هغو سیمو باندی راکټونه فایر کړي وو چی امریکا نیولي وې.