د اېران ېو خبری اژانس واېې چه د اصلاحاتو دوو سر کرده طرفدارانو نن غوښتنه وکړه چه په تهران کې دې د تېری هفتی د پارلمانی انتخاباتو راېې بېا وشمېرل شی.
د اثنا خبری اژانس راپور ورکړ چه پخواني جمهور رېس محمد خاتمی او د پارلمان پخواني رېس مهدی کاروبی د راېو د لومړي شمار په باب خپل تشوېش څرگند کړ او واېې غواړی چه تشوېش ېې رفع شی.
په تهران کی محافظه کارانو د دېرشو پارلمانی څوکېو د جملی نه نور لس څوکئ گټلی دی، خو د اصلاحاتو طرفداران واېې هېله لری چه په دوهم وار راېې ورکولو کی به باقی پاتی څوکئ وگټی.
د باقی پاتی څوکېو لپاره به ضمنی انتخابات په راتلونکو څو مېاشتو کی وشی. ښاغلي خاتمی او ښاغلي کاروبی ووېل چه دراېو شمار باېد دټولو کاندېدانو او ېا دهغوئ د نماېندگانو په موجودېت کی سر ته ورسېږی.
د اصلاحاتو طرفدارانو تر اوسه پوری د اېران د پارلمان د دوه سوه نوي څوکېو نه څلوېښت څوکئ گټلی دی.
په سلگونو کاندېدان نا اهله اعلان شوی ؤ.