د بهوتان په انتخاباتو کې ددغه هېواد خلکو راېې اچولى دى او دا هېواد به د مطلقه شاهى رژېم نه په دېموکراسى باندى بدل کاندى.
راېو اچوونکېو خپلى ملى کالى اغوستى ول او نن ددوشنبى په ورځ ېې په لوېوکتارونو کې خپل وار ته انتظارکاوه چې راېې ورکړى او د پارلېمان غړى اولسى جرگې لپاره وټاکى.
په دغو انتخاباتوکې هغه بهېر بشپړ کېږى چې د بهوټان پاچا پېشنهاد کړى و چې په دغه هېواد کې سل کلنه مطلقه پاچهى پاېته ورسوى. په بهوټان کې دوه مهم گوندونه په دغو انتخاباتو کې برخه اخلى.
ېو دخلکو دېموکراتېک گوندى دى او د بهوټان د سوکالۍ او خوشالۍ گوند دى. ددغو دواړو گوندونو مقاصد تقرېبا ېو شان دى.
هغوى د چاپېرېال دساتنى او کلتورى د خوندى ساتلو او دوامدار اقتصادى پرمختگ اهداف ټاکلى دى. رپوټ وايي چې توقع کېږى غېر رسمى نتېجى نن ماښام ته را پېدا شى خو د انتخاباتو رسمى نتاېج به د سه شنبى په ورځ اعلان شى.
په بهوټان کې د سنا ېا مشرانو جرگى غړى په دې تازه وختو نو کې انتخاب شوېدى کله چې اولسى جرگه منتخب شى نو دواړه به په گډه ېو صدراعظم انتخاب کړى.