د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان نوى صدر اعظم انتخاب کړ


د پاکستان نوي صدر اعظم، ېوسف رضا گېلانى، امر کړېدى چې سمدلاسه دې ټول قاضېان چې پروېز مشرف د اضطرارى حالت د اعلان په وخت کې بندېان کړى وو، راخوشى شى.

د پاکستان نوى صدر اعظم، ېوسف رضا گېلانى، دا اعلان ېو شېبى وروسته له هغه نه وکړ چې د پاکستان ملى شورى هغه ته راېې ورکړى.

نېژدى ېوه مېاشت به کېږى چې د پاکستان د جمهور رئېس پروېز مشرف سېاسى ملاتړ په عمومى انتخاباتو کې مات شول.

د پاکستان پېپلز گوند، نوى صدر اعظم د پارلېمان پخوانى نطاق او رئېس ېوسف رضا گېلانى د شنبى په ورځ د دغې چوکۍ لپاره وټاکه.

رپوټ واېې تمه کېدله چې ېوسف رضا گېلانى به دغه راېې وگټى ځکه چې دده گوند او ددوى اېتلافى ملاتړ د پاکستان په ملى شورى کې ډېر غټ اکثرېت لرى.

ښاغلى گېلانى د مېرمن بېنظېر بهټو د صدارت په دوېمه دوره کې د ملى شورى رئېس و. پردې سر بېره هغه څوکلونه د ادارى فساد په تورونو باندى په زندان کې هم تېرکړېدى.

وېل کېږى چې دغه تورونه په سېاسى لحاظ په هغه لگول شوي ول. دا هم وېل کېږى چې نوى صدر اعظمى د پېپلز گوند د مرستېال او د بنظېر بهټو د خاوند اصف على زردارى نېژدى ملگرى دى.

رپوټ داهم وايي چې ښاغلى مشرف به د سه شنبى په ورځ نوى صدر اعظم ته د فادارى سوگند ورکړى.

ښاغلى مشرف د ېکشنبى په ورځ ووېل چې دى به له نوى حکومت سره خپل پوره ملاتړ ملگرى کړى.

پروېز مشرف په اسلام اباد کې د پاکستان د ورځى د لمانځلو په مناسب ووېل چې په پاکستان کې د دېموکراسى ېوه واقعى او نوې دوره شروع شوېده.

هغه د خپلى وېنا په ترڅ کې له خپلى نهه کلنى نه دورى نه دفاع وکړه او وې وېل چې دا دوره د دېموکراسى او انکشاف په لور د سفر دوره وه.

د پاکستان ورځ پرون ددى لپاره لمانځل کېدله چې په ١٩۴٠ مېلادى کى د هند مسلمانانو دا پرېکړه لېک تصوېب کړ چې د خپل ځان لپاره ېوه جلا وطن وغواړى.

XS
SM
MD
LG