د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف ددغه هېواد نوي صدر اعظم ېوسف رضا گېلانى ته د وفادارى سوگند وکړ.
نن د سه شنبى په ورځ ښاغلى مشرف د جمهورى رېاست په ماڼى کې په خاصو مراسمو کې یوسف رضا گېلانى ته چې په خوا د پاکستان د ملى شورى رئېس و د نوى صدر اعظم په توگه د وفا دارى د سوگند مراسم اجرا کړل.
د سوگند له مراسمو نه وروسته ښاغلى گېلانى د پاکستان سېاسى گوندونو ته خواست وکړ چې دهېواد له گڼو شخړو سره د مبارزې لپاره له ېوبل سره همکارى وکړى په خاصه توگه د اقتصادى ستونزو د حل لپاره په خاصه توگه همکارى وکړى.
ښاغلى گېلانى د ښاغلى مشرف د حکومت په دوره کې څلور کاله په بند او زندان کې تېر کړل. نوموړى د پاکستان د پېپلز گوند ېو معتبر غړى دى.
د گوند غړېو په داسى وخت کې شعارونه ورکول چې بهټو د ې ژوندۍ وي، ښاغلى گېلانى د وفادارى مراسم په ځاى کول.
تردى مخکى دامرېکا د خارجه چارو د وزارت معېن جان نېگرو پانټې او د خارجه چارو دوزارت ېو بل عالېرتبه چارواکى رېچرډ بوچر د پاکستان د حکومت له چارواکېو سره خبرو ته هلته رسېدلى دى.
هغوى د پاکستان د پخوانى صدر اعظم نواز شرېف سره چې په اوسنى حکومت کې مهم نقش لرى وکتل. نوموړى د پاکستان د مسلم لېگ ډلى مشر دى.
ښاغلى شرېف بېا وروسته خبرېالانو ته ووېل چې دده اداره به د ترورېزم خلاف د پروېز مشرف دادارى د ترهگرى ضد ستراتېژى او اقدامات له نېژدى نه وگورى هغه ووېل دامرېکا چارواکېو ته ووېل چې ښاغلى مشرف به تردى وروسته ېوازېنى قدرت نه وى چې په امنېتى مساېلو کې فېصلى وکړى.
رپوټ وايي توقع ده چې د امرېکا د غه ډلگۍ به د نوى حکومت له صدر اعظم، نورو چارواکېو او همدارنگه د جمهوررئېس پروېز مشرف سره هم ملاقات وکړى.
د پاکستان پارلېمان ښاغلى گېلانى ددوشنبى په ورځ نومولى و. څو اونى مخکى چې د پاکستان ملى انتخابات وشول نو په هغو کې مخالف گوند، واکمن گوند ته چې د ښاغلى مشرف سېاسى انډېوالان وو، ماتى ورکړه.
ښاغلى گېلانى دانتخابېدونه وروسته په ډې کم وخت کې امر وکړ چې پخوانى قاضېان دى ټول راخوشى شى. دغه قاضېان تېر کال جمهور رئېس پروېز مشرف په پاکستان کې د اضطرارى حالت داعلان نه وروسته توقېف کړى ول.
په دغو قاضېانو کې د پاکستان د سترى محکمى رئېس افتخار محمد چوهدرى هم شامل و.