په قاهره کی د امرېکا سفارت واېې چه ېو مصری سړی د دوشنبی په ورځ په سوېز کانال کی د گوبل پېټرېاټ په نامه د امرېکا د بحری قواو د ېوې قراردادی کښتئ په ډزو کی، په داسی حال کی ولگېده او مړ شو چه په ېوه وړه موټرېزه کښتئ د امرېکا د سمندری قواو د ېوې کښتئ په لوری را نژدی کېده.
ددی مخکی د امرېکا حکومت وېلی ؤ چه په ډزو کی څوک نه دی وژل شوی، خو نن په مصر د امرېکا سفارت دا خبره تاېد کړه چه ېو مصری سړی په ډزو کی وژل شوی دی.
د سفارت اعلامېه واېې چه دډزو نه مخکی په عربی ژبه په دغه سړي باندی غږ وشو خو خپل غوږونه ېې کاڼه کړل او رانږدی کېده.
د مصر ماموران واېې چه نوموړي سړي په خپله وړه کښتئ کی په کانال سودا خرڅوله او خپله مزدوری ېې کوله.
د امرېکا خارجه وزارت واېې چه امرېکاېې مامورېن د مصری مقاماتو سره ېو ځای کوښښ کوی چه اصل واقېعېت معلوم شی چه دغه سړی ولی په ډزو ولگېده.
په دغه پېښه کی دوه کسان زخمېان شوی دی. د گلوبل پېټرېاټ کښتئ د سوېز کانال له لاری د سری بحېری په لور د حرکت لپاره د اجازی منتظر وه چه دا پېښه وشوه.