د پاکستان د حکومت یوه مامور ظهیرالله اسلام ویلي دي چی مشکوکو یاغیانو د افغانستان سره په سرحدي قبایلي سیمه کی په یوه امبولانس باندی پټه حمله کړې او لږ تر لږه شپږ کسان یې وژلی دي.
هغه وایي چی یاغیانو دا حمله نن د پنجشنبې په ورځ د کرم په سیمه کی کړې ده چارواکي ددې حملې په باب تحقیقات کوی.
په دې سیمه کی زیاتره د اسلامی یاغیانو له خوا حملې کیږی او د سنی او شیعه مسلمانانو تر منځ د جگړو سابقه لری.