د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د اسلام ضد هالینډی فلم غندلی دی


د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایی چی د اروپا حکومتونه باید د هالینډ د پارلمان ښي لاسه افراطي وکیل پرې نږدي چی خپل هغه فلم وښئي چی وایی قرآن تشدد لمسوي .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت نطاق محمد علي حسینی دا فلم د اسلام ضد او د کلتور ضد وباله .

ددې فلم جوړونکي گیرت وایلډرز وروسته له هغه دا فلم د خپل سیاسي گوند د انټرنیټ په پاڼه کی ځای کړ چی د هالینډ تلویزیون د هغه د خپرولو نه انکار وکړ .

دا فلم چی ‏«‎ فتنه ‏»‎ نومیږی د تروریستي حملوعکسونه ښئي چی په هغو کی په امریکا کی د ٢٠٠١ کال د سیپټامبر د یوولسمي تروریستي حملې هم شاملي دي او د اسلام د مقدس کتاب نه ځینی جملې هم ورسره ذکر شوی دي .

وایلډرز وایی چی ددې فلم د جوړولو نه دده یو مهم هدف دادی چی دا باور ورته پیدا شوی چی د مسلمانانو مخ په زیاتیدونکي مهاجرتونه په هالینډ او د اروپا په نورو هیوادونو کی دیموکراتیک ارزښتونه تهدیدوی .

د هالینډ صدراعظم وایي چی دا فلم پرته له خپگان او اختلاف را وستو بل کوم هدف نه لری او هغه د فلم هغه برخه رد کړې چی اسلام د تشدد سره مساوی بولي .

XS
SM
MD
LG