د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان طالبان د ملک د نوی حکومت سره د خبرو لپاره 'تیار دی'


د پاکستان د تحریک طالبانو نطاق مولوی عمر وایی چی دغه تحریک دی ته آماده دی چی د حکومت سره همکاری وکړی او په قباییلی سیمی کی امنیت راولی.

خو هغه همدا شان د پاکستانی چارواکیو نه وغوښتل چی د ا مریکا په مشری قواوو سره چی په گاونډی ملک افغانستان کی د یاغیانو پرخلاف جنگیږی، خپلی همکاری ته خاتمه ورکړی.

د پاکستان نوی منتخب صدراعظم، یوسف رضا گیلانی، د شنبی په ورځ وویل چی د ترورستانو پر خلاف مبارزه د ده د حکومت د اجندا په سر کی ده.

خو ده زیاته کړه چی حاضر دی د هغو طالبانو سره خبرو ته کینی چی غواړی خپلی وسلی په ځمکه کیږدی. په پاکستان کی په دی وروستیو وختونو کی یو شمیر حملی شوی چی پړه یی د ملک په قبایلی سیمه کی په طالبانو او القاعدی وراچول شوی.

XS
SM
MD
LG