د لاس رسي وړ اتصالات

یاغیانو په پاکستان کی دوه قبایلي مشران وژلي دي


پاکستاني پولیس وایی چی یاغیانو په صوبه سرحد کی د قبایلو په یوې ډلي مشرانو باندی پټه حمله کړې او دوه تنه یې په کی وژلي او شپږ تنه یې زخمیان کړي دي.

پولیسو وویل چی یاغیانو دا حمله پرون د سوات په دره کی پر دې مشرانو باندی وکړه.

قبایلي مشرانو مخکي د حکومت څو غلا شوی موټر پیدا کړي وو او غوښتل یې هغه بیرته حکومت ته وسپاري.

اسلامی یاغیانو په دې سیمه کی څو حکومتي موټر د حکومت سره د خونړۍ مبارزې په لړ کی نیولي دي. د پاکستان امنیتي قواوي د تیر کال د وروستیو وختو نه را پدې خوا د سوات په دره کی په جگړو اخته دي.

XS
SM
MD
LG