د لاس رسي وړ اتصالات

د اېرلېند صدر اعظم استعفا کوی


د اېرلېنډ صدر اعظم، برټي اهرن، نن اعلان وکړ چه بله مېاشت به د خپل مقام نه استعفا ورکړی.

په ښاغلي برټی باندی په حکومتی سطح باندی د خورد او برد د تورونو د لگول کېدو په تعقېب زېات فشار وارد شوی دی چه باېد استعفا وکړی.

ښاغلي برټی نن په دوبلېن کی ووېل چه د مئ په شپږمه نېټه به استعفا وکړی، خو دا خبره ېې هم وکړ چه شخصا هغه کوم غلط کار نه دی مگر، د مالی غبن په خلاف د حکومت ېوه تفتېشی اداره واېې د نورلس سوه نوي مېلادی په لسېزه کی ښاغلي برټی اهرن ته د خپل حکومت په زمانه کی وروسته د هغې په لس هاو زره ډالر د هغه ملگرو ورکړل چه د خپلی ښځی نه ېې طلاق واخېسته.

د ښاغلي اهرن د حکومت په زمانه کی اېرلېند ډېره زېاته اقتصادی ترقی وکړه او هم ېې په شمالی اېرلېنډ کی دسولی په راوستلو کی وډېر مهم رول ولوبوه.

XS
SM
MD
LG