د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا چارواکې وايي ناټو به د توغندېو دفاعي نظام منظور کړي


د امرېکا چارواکى وايي د ناټو عالې غونډې په دې موافقه کړېده چې د هغو پلانونو ملاتړ وکړى چې په اروپاکى د توغندېو دفاعى نظام لگوي.

د امرېکا غږ پاله ولفسن رپوټ ورکوى چې تمه ده د ناټو مشران روسېه دېته وهڅوي چې په دې مسله باندى، له خپلو اعتراضونو څخه تېره سى.

د امرېکا ېو معتبر چارواکى وايي ناټو په دې موافقه کړېده چى په خپله عالى غونډه کې د توغندېو ددفاعى نظام جوړولو پلان منظور کړى او د خپل عالى مجلس په گډه اعلامېه کې ېې خپور کړى.

دغه چارواکى وايي په دغه اعلامېه کې به ددې خبرى په اهمېت اعتراف وسى چې ددغه نظام لگول به د اروپا په ساتنه کې د توغندېو له خطر نه، په تېره د منځنى ختېځ د اوږده واټن له توغندېو څخه، ډېره غټه برخه ولرى.

رپوټ وايي دا د بش د ادارې لپاره ډېره غټه کامېابى ده چې دهغو هلو ځلو مشري کوى چې درادار ېو نظام په چک جمهورېت کې ولگوى او د توغندېو د مخنېوي نظآم په پولنډ کې ولگوي.

روسېه له دغو اقداماتو سره سخته مخالفه ده او وايي چې دا کار د اروپا په لوېه وچه کې د وسلو د لگولو او جوړولو نوي سېالي پېل کولى شى.

د امرېکا جمهور رئېس جورج بش روسان دېته هڅولى دى چې په دې خبره باندى غور وکړى. هغه په دې ټېنگار وکړ چې سوړ جنگ پاېته رسېدلى دى او د ناټو د وسلو هدف روسېه نده.

په ېوه خبرى کنفرانس کې چې ېو څو ساعته مخکى له دېنه وسو چې د لوېدېز د نظامى اتحاد مشرانو په بخارست کې خپل مجلس پېل کړ، ښاغلى بش مسکو ته نو ر ډاډ هم ورکړ.

هغه ووېل چې کله چې دى د ېکشنبى په ورځ د روسېې له جمهور رئېس وېلادېمېر پوټېن سره د تور سمندر په تفرېحى ځاى سوچى (Sochi )کې مذاکرات وکړى، نو د توغندېو ددفاعى نظام مسله به د ټولو خبرو په سر کې وى.

ښاغلي بش په دې برخه کې داسى ووېل:" زه باېد ېو څوک قانع کړم، خو دا ضرورت چې د توغندېو دفاعى نظام جوړ شى اولنى مقصد ېې خپل سري او بې قانونه رژېمونه دى چې په منځنى ختېځ کې دى او موږ ټول برمته کولى شى."

ښاغلى بش د روسېې له مشر سره د خبرو د اټکل په ترڅ کې ووېل چې دا خبرى به سپېنى اوبې پردې وي.

رپوټ وايي د روسېې نوى منتخب جمهور رئېس ډېمېتري مېډوېډوف به هم په سوچى کې په دغو خبرو کې برخه واخلى.

رپوټ وايي ښاغلى مېډوېډوف به په راتلونکى مېاشت کې، د روسېې د جمهورى رېاست کار پېل کاندى.

XS
SM
MD
LG