د لاس رسي وړ اتصالات

د سرحدى محافظېنو ترمنځ نښتنى په نتېجه کې ېو افغان وژل شوېدى


افغان چارواکى وايي د افغانستان او پاکستان د سرحدى محافظېنو ترمنځ نښتنى په نتېجه کې ېو افغان پولېس وژل شوېدى او څلور تنه نور زخمى دى.

دغه پېښه نن ددوشنبى په ورځ په جنوب لوېدېځ سرحد کې وشوه.

چارواکى وايي چې دا نښته هغو وخت وشوه چې څلور لارى اوړه له پاکستان نه افغانستان ته وړل کېدل. په پاکستان کې د على دانى کمښت موجوددى او داوړو په وړلو بندېز دى.

او د افغانستان چارواکى وايي طالبانو ېوولس پولېسان د ېکشنبى په ورځ ناوخته ووژل او د ناټو دوه عسکر په ېوه جلا برېد کې په کندهار کې مړه شول.

د کندهار د پولېسو امنېه قوماندان امان الله خان وايي طالبانو د پولېسو په ېوه ډله باندې د کندهار ولاېت د ارغنداب په اولسوالى کې په داسى حآل کې ډزې وکړې چې هغوى خوب کاوه.

هغه ووېل چې ددغې پېښې اولنى رپوټونه څرگندوى چې په پولېسانو کې ېو تن له طالبانو سره تړاو درلود.

په عېن حال کې د برتانېې ددفاع وزارت دا خبره تصدېق کړېده چې د شاهى هواېې قوې دوه عسکر هغه وخت ووژل شول چې د هغوى مو ټر په ېوه ماېن ور وخوت.

د ناټو د اېساف قوه واېې چې د برتانېې دوه نور عسکر د ېکشنبى په ورځ په ېوه چاودنه کې زخمى شول. خو د اېساف قوې دهغوى د زخمى کېدو موقعېت ندى ښودلى.

رپوټ وايي چې د طالبانو دا ناڅاپې حمله چې پرپولېسو باندى ېې په کندهار کې وکړه د مرگ ژوبلې په پېښو کې تازه پېښه ده.

په پوه بل برېد کې چې طالبانو د شنبى په ورځ د هېلمند په ولاېت کې وکړ اته پولېسان ېې ووژل.

په ېوه بل خبر کې وېل شوېدى چې د افغانستان د استخباراتو ېو مامور وايي چې د اېتلاف ېوې هېلېکوپټرې په غېرقصدى ډول تېره مېاشت طالبانو ته وسلى ورکړېدى.

د افغانستان د استخباراتو ېو مامور امرالله صالح وايي هېلېکوپټرې د وسلو او د مهماتو ېو صندوق او همدارنگه خوراکى شېان چې دافغانستان پولېسو ته ېې د زابل په ولاېت کې وړل، په ېوه داسى ځاى کې غورځولى وو چې وروسته بېا طالبانو اخېستى ول.

XS
SM
MD
LG