د لاس رسي وړ اتصالات

نن په بصره کی د عراقی پوځ دوه لوړ رتبه قوماندانان د خپلی وظېفی نه تبدېل شول


نن په بصره کی دعراقی پوځ دوه لوړ رتبه قوماندانان د خپلی وظېفی نه وروسته د هغې تبدېل شول چه دعراق امنېتی قواو ونه شوکولی چه په بصره کی شعېه ملېشو ته په جنگ کی ماتی ورکړی.

د عراق د حکومت ماموران واېې چه عسکری قوماندان، ډگر جنرال موهان الفېرېجی او د بصری د پولېسو عمومی قوماندان جنرال، عبدالجلېل خلف بغداد ته راغوښتل شوی دی.

عراقی قواو د مقتدی الصدر د طرفدارو ملېشو په خلاف تېره مېاشت عملېات شروع کړل خو د جنگ په منځ کې په سلهاو عسکر او پولېس د مېدان نه وتښتېدل او خپلی وسلې ېې ملېشوته ورتسلېم کړی.

په عېن وخت کی د عراق صدر اعظم، نوری المالکی واېې چه اوس د بل هر وخت په نسبت په دی باب ډېر ډاډه دی چه په عراق کی به حتما القاعده د ماتی سره مخامخ شی.

ښاغلي مالکی نن په بروکسیل کی د اروپاېې پارلمان غړو سره د خبرو په وخت اعلان وکړ چه حکومت ېې د هغه په وېنا د ټرورېزم د ماتولو لپاره پخه اراده کړی ده.

له بلی خوا نن د انگلستان پوځ اعلان وکړ چه په بصره کی د اېتلافی قواو په ېوه هواېې برېد کی څلور عراقی جنگېالی ووژل شول او ېو تن ېې زخمی شو.

د انگلستان د پوځ ېوه وېاند ووېل چه ددغه هواې حملی هدف ېوه ډله جنگېالی ؤ چه راکټ لانچرونه ېې انتقالول.

د امرېکا پوځ واېې چه دوه امرېکاېې عسکر په الانبار ولاېت کی د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی وژل شوی دي. د سه شنبی په ورځ په عراق کی د موټر بمونو په څو سختو چاودنو کی پنځوس کسان ووژل شول او څلور نوي کسان زخمېان شول.

د امرېکا او عراق پوځی قوماندانانو ددی وژونکو چاودنو پړه د القاعدې په غاړه غورځولی ده.

XS
SM
MD
LG