د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د گاز  د پاېپ لاېن په باب  دخبرو کوربه توب په غاړه لری


نن په اسلام اباد کی د گاز د د پاېپ لاېن دتېرولو په هغه پروژه باندی د دوو ورځو لپاره خبری شروع شوی چه د افغانستان په لاره به د ترکمنستان طبعی گاز پاکستان او هند ته انتقالوی.

په دې خبرو کی دهند ،پاکستان، ترکمنستان او افغانستان حکومتی مامورېن گډون کوی چه د پاېپ لاېن دغزولو په هکله په مربوطو موضوگانو باندی غور کوی.

د طبعی گاز دا پاېپ لاېن به ېو زرو شپږ سوه اتېا کېلو متره اوږد وی او د ترکمنستان نه به د افغانستان او پاکستان په لاره د هند تر پولي ورسېږی .

په روانه هفته کی د اېران ،پاکستان او هند ماموران هم ېوه بېله غونډه کوی،چه د اېران نه به هند ته د پاکستان په خاوره د تېلو د انتقالولو ېوه پاېپ لاېن دغزولو په باب په خپل منځ کی خبری شروع کړی.

XS
SM
MD
LG