د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: استخباراتي معلومات به سوریه اړباسي چې اتومي فعالیتونه په ډاگه کړي


سپینه ماڼۍ وايي هغه تازه استخباراتي معلومات به چې د سوریې او شمالي کوریا تر منځ اتومي همکاري ښيي، شمالي کوریا دې ته اړباسي چې خپل اتومي فعالیتونه په ډاگه کړي. د پنجشنبې په ورځ د بوش ادارې داسې اسناد وړاندې کړل کوم چې ښيي شمالي کوریا له سوریې سره دداسې اتومي بټۍ په جوړولو کې مرسته کړې ده چې د غیر سولییزو اهدافو لپاره ورڅخه استفاده کیږي.

د اتومي انرژئ د نړیوالې ادارې رئیس د جمعې په ورځ وویل چې دغه استخباراتي معلومات ورته جدي دي او پدې اړه به څیړنه کوي. محمد البرادي پر متحده ایالاتو هم انتقاد کړی چې ولې یې دغه معلومات د اتومي انرژئ د نړیوالې ادارې سره ندي شریک کړي. البرادي همدارنگه پر اسرائیلو له دې آمله انتقاد کړی چې د سوریې پر دغه بټۍ یې بمباري کړې او پدې لړ کې یې د تحقیق چاره ستونزمنه کړې ده.

سوریې د متحده ایالاتو دغه تورونه رد کړي او تور یې لگولی چې متحده ایالاتو له اسرائیلو سره د سوریې په بمبارولو کې مرسته کړې ده. په ملگرو ملتونو کې د سوریې استازي ژمنه وکړه چې ملک به یې د اتومي انرژئ له نړیوالې ادارې سره خپلې همکارئ ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG