د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی څلور ځله له بریدونو  څخه روغ رمټ پاته شوی دی


جمهور رئیس حامد کرزی واک ته له رسېدو وروسته تر اوسه لږ تر لږه څلور ځله له تروریستي بریدونو څخه روغ رمټ پاته شوی دی.

د دیارلس سوه و اوه اتیایم کال د غویي پر اتمه نېټه، ملېشو د مجاهدینو د بریا پر جشن د سپکو وسلو او راکټ لنچر ډزې وکړې.

په دې پېښه کې درې تنه مړه او اته نور ټپیان شول، خو ښاغلی کرزی د کابینې غړي او بهرني ډیپلوماتان پرته له کوم زیانه له سیمې ووتل. ددې برید پړه طالبانو پر غاړه واخیسته.

مخکې له هغه، د دیارلس سوه و شپږ اتیایم کال د غبرگولي پر شلمه نېټه، طالب ملېشو د غزني ولایت د اندړو په ولسوالي کې پر یو ښوونځي چې جمهور رئیس کرزي په کې وینا کوله، د توغندي برید وکړ.

په دې برید کې چا ته زیان ونه رسېد او ښاغلي کرزي خپلې وینا ته دوام ورکړ.

د دوه زره و څلورم کال د سپټمبر پر اوولسمه هم د امریکایي پوځونو پر یو هېلیکوپتر چې کرزی یې د پکتیا ولایت گردیز ښار ته لېږداوه، د وسله والو ملېشو لخوا د توغندي برید وشو چې نښه خطا او الوتکه له یوه واړه زیان په گاللو سره پر ځمکه کیناسته.

خو تر ټولو لومړی او خطرناکه مرگونی برید، د جمهور رئیس حامد کرزي په خپل پلرني ټاټوبي کندهار کې پرې وشو.

د دوه زره و دویم کال د سپټمبر پر نهمه نېټه د ملي اردو په کالو سمبال یو پخواني طالب د کرزي پر کاروان له نژدې واټن څخه ډزې وکړې چې له امله یې کرزي ته زیان ونه رسېد خو د کندهار والي گل آغا شیرزی یې زخمي کړ.

برید کوونکی د امریکایي ساتونکو له خوا ووژل شو خو په پېښه کې دوه تنه نور هم د برید د مخنیوي قربانیان شول.

د یادونې وړ ده چې افغان جمهور رئیس له څو څو ځله ناوړه پېښو سره له مخامخېدو وروسته، د یو شمېر نړېوالو څېرو لخوا د یو زړه ور مشر په توگه ستایل شوی دی.

XS
SM
MD
LG