د لاس رسي وړ اتصالات

"استرالیا باید په افغانستان کی د نورو قربانیو دپاره ځان چمتو کړي"


د استرالېا صدر اعظم خپل هېواد ته خبردارى ورکړېدى چې په افغانستان کې نورې مرگ ژوبلى او جگړې ته تېار واوسي.

دا خبردارى ېوه وروسته له هغه نه خپور سو چې د استرالېا د خاصو قواو ېو کومانډو له طالبانو سره په جگړه کې ووژل شو.

د استرالېا صدر اعظم کېوېن رډ نن د دوشنبى په ورځ ووېل چې دده په وېنا به سږ کال په افغانستان کې مشکل، خطرناک، او خونړى وى.

هغه ووېل ملت ته پکار دى چې نورو قربانېو ته چمتو واوسى. کېوېن رډ دا هم ووېل چې استرالېا د امرېکا له جگړې سره چې د طالبانو خلاف ېې کوى متعهده ده خو دا ېې په نېت کې نشته چې په افغانستان کې خپل عسکر زېات کړى.

د استرالېا نظامى چارواکى وايي ددوى ٢٧ کلن عسکر د ېکشنبى په ورځ په هغه سخته جگړه کې مړ شو چې د سپکو وسلو او راکټ لانچرونو ډزې پکى کېدلى.

دغه نښته د اورزگان په ولاېت کې چې د ترېن کوټ جنوب ختېځ لورى ته په پنځه وېشت کېلو مېترى کې پرته ده شوېده.

رپوټ وايي چې د ٢٠٠٢ مېلادى راهېسى په افغانستان کې تراوسه پورې دا د استرالېا پنځم عسکرد ى چې مړ کېږى.

XS
SM
MD
LG