د لاس رسي وړ اتصالات

اېران او پاکستان وايي د پاېپ لاېن په مقابل کې ټول خنډونه اوار شول


د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف او د اېران جمهور رئېس محمود احمدى نژاد د طبېعى گازو دهغه پاېپ لاېن په برخه کې په ټولو مساېلو باندى له ېو بل سره توافق ته رسېدلى دى چې له اېران نه به پاکستان ته وغزېږي.

رپوټ وايى د طبېعى گازو د دغه پاېپ لاېن په برخه کې ټول خنډونه اوار سوېدى.

دغو دواړو مشرانو نن په اسلام اباد کې په دغه پروژه باندى چې لگښت ېې اوه نېم ملېاردو ډالرو ته رسېږى بحث وکړ.

کله چې دغه پروژه منظور شى نو دا پاېپ لاېن به له اېران نه پاکستان او بېا هند ته چې د اېنرژى لپاره ډېر وږى دى وغزول شى.

دغو چارواکېو د پاکستان په دې پېشنهاد باندى هم غور وکړ چې داېران تېل چېن ته ولېږ ل شى.

د پاکستان او اېران دواړومشرانو نن ددوشنبى په ورځ په اسلام اباد کې هغه وخت ملاقات وکړ چې ښاغلى احمدى نژاد د جنوبى اسېاد هېوادونو د سفر په ترڅ کې هلته تم شو.

ښاغلى احمدى نژاد د پاکستان له نوي صدر اعظم ېوسف رضا گېلانى سره هم مخکى له دېنه چې سرېلانکا ته روان شى، ملاقات وکړ. داېران مشر محمود احمدى نژاد ددى اونى په په وروستېو شپو ورځو کې هند ته سفر کوى.

د پاکستان چارواکى وايي چې ښاغلى احمدى نژاد په دې مجلس کې وعده وکړه چې اېران به پاکستان ته ېوولس سوه مېگاواټه برېښنا ددى لپاره ورکوى چې د پاکستان د اېنرژى په کمښت کې مرسته وکړى.

احمدى نژاد تردىوروسته سرى لانکا ته ولاړ او د سه شنبى په ورځ به هند ته ولاړ شى.

د پاکستان او هند چارواکېو تېره اونى اعلان وکړ چې دواړه حکومتونه له اېران سره د ېوه پاېپ لاېن د معاملى بشپړولو ته نېژدى شوېدى.

XS
SM
MD
LG