د لاس رسي وړ اتصالات

اېران له روسېې سره په ېو جدي اټومى پېشنهاد باندى خبرى کوي


د اېران عالېرتبه امنېتى چارواکى نن ددوشنبى په ورځ د روسېې د ملى امنېت د شورى له ناېب وزېر سره په دې باندى خبرى وکړې چې د اېران د اټومى پروگرام په برخه کې نړېوالى اندېښنى کمى کړى.

د اېران د اټومى چارو مشر مرکچى سعېد جلېلى ووېل د روسېې والېنتېن سوبولوف سره دده د خبرو مهم ټکى داو چې په هغو جدى مساېلو باندى خبرى وکړى چې مقصد ېې په ټوله نړۍ کې داټومى خطر کمول و.

ښاغلى جلېلى د خپلو وړاندېزونو تفصېلات بېان نکړل. هغه ووېل چې اېران، دنړۍ له قدرتونو سره دخبرو لپاره چمتودى، خو داسى بحثونه او مذاکرات د اسلامى جمهورېت، زېاتېدونکى قدرت اونقش ته د ېو سېمه ئېز ځواک په حېث احترام ولرى.

روسېه د اېران په اټومى جنجال کې چې له غربى قدرتونو سره ېې لرى داېران مهم انډېوال هېواد دى. نن دملگروملتونو داټومى اېنرژى د نړېوالى ادارې مشر مفتش تهران ته رسېدلى دى.

دى به د هغو ادعاگانو په برخه کې تحقېقات کوى چې وايي اېران ددې لپاره څېړنى کړېدى چې په څه ډول اټومى وسلى جوړې کړى.

XS
SM
MD
LG