د لاس رسي وړ اتصالات

یوه عراقی خبریاله په موصل کې وژل شویده


عراقی پولیسان وائې، وسله والو کسانو په شمالی ښار موصل کې یوه عراقی خبریاله له خپل موټرنه را وویستله او وی ویشتله او وی وژله.

پولیسان وائې، سروه عبدالوهاب نن د یکشنبی په ورځ کارته روانه وه چې وسله والو کسانو له خپل موټرنه راکش کړه او په سرئې وویشتله.

موصل یو نا آرامه ښار دی چې په خبریالانو باندی حملی کول یوه عادی خبره ده.

د ژورنالستانو د ژغورنی کمیټه وائې، د دوه زره دریم کال نه راپدی خوا چې د امریکا په مشری حمله وشوه، عراق په نړۍ کې د ژورنالستانو لپاره تر ټولو خطرناک هیواد دی.

له بل پلوه عراقی مطبوعاتو رپوټ ورکړیدی چې نن د یکشنبی په ورځ په بغداد کې د جمهور رئیس جلال طلبانی د ښځی دموټرو د بدرگې سره نژدی دبم چاودنه وشوه.

رپوټونه وائې، هیرو ابراهیم احمد روغه رمټه ده مگر دهغې څلور ساتونکی زخمیان شویدی.

XS
SM
MD
LG