د لاس رسي وړ اتصالات

په زرگونو سومالېاېانو، د غلى دانى د نرخ د جگوالى له امله مظاهرى وکړې


په زرگونو کسانو سومالېاېانو، د غلى دانى د نرخ د جگوالى له امله نن ددوشنبى په ورځ دغلى د سوداگرانو خلاف په پاېتخت موگادېشو کې مظاهرى وکړې.

هغوى د غلې د جگو نرخونو له امله دغلى تجارانو ته په غوسه ول چې زړې پېسى ېې ددې لپاره نه اخېستلى چې د مالى تورم د لوړېد او قېمتونو د جگېد پړه پرې ورا چول کېږى.

مظاهره چېانو وېل چې دوى ته په نړېواله کچه د خوراکى شېانو د بېې لوړېدلو هم سخت تاوان ور اړولى دى. مظاهره چېانو د خوراکى شېانو د تجارانو خلاف شعارونه ورکول.

سروېسونه او موټر ېې په کاڼو او ډبرو وېشتل او گواښ ېې وکړ چې کاروبارى دوکانونو او هټېو ته به اور واچوى.

د اسوشېتېد پرېس ېو خبرېال رپوټ ورکړېدى چې ده په خپلو سترگو څو کسان ولېدل چې په دغو مظاهرو کې زخمېان شول.

دغه خبرېال داهم ووېل چې په موگادېشو کې په سوونو دوکاندارانو او هوټلېانو خپى دروازې له دې وېرې نه بندى کړى چې څوک ېې لوټ او تالا نکړى.

XS
SM
MD
LG