د پاکستان په شمال ختیځ ایالت کې نن په یو ځان وژونکی برید کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، د هیواد په ناارامه شمال ختیځه قبایلي علاقه کې د پولیسو یوه مرکز ته نږدې یوې ځانمرگې حملې دوه کسان وژلي او پنځه نور یې زخمیان کړي دي.
مقامات وايي، پیښه نن د سه شنبې په ورځ د بنو په ښار کې رامنځته شوه.
وروستۍ حمله پداسې حال کې کیږي چې په قبایلي علاقه کې د نوي ایتلافي حکومت او یاغیانو تر منځ د روغې جوړې خبرې په ټپه درېدلي دي.
یاغیان هغه وخت له خبرو نه ووتل چې حکومت له قبایلي سیمو نه د خپلو عسکرو له ایستلو نه انکار وکړ. په یو دپاسه دوه زرم کال کې، کله چې په افغانستان کې د طالبانو واک لمنځه ولاړ، په زرگونو یاغي طالبان او د القاعده جگړه ماران پاکستان ته وتښتیدل.
متحده ایالات وايي، یاغیان په قبایلي علاقه کې ځای په ځای شوي او له هغه ځایه د افغانستان او پاکستان پر ضد حملې کوي.
امریکا پر پاکستان غږ کړې چې په خپلو قبائیلي سیمو د خپل کنټرول هلی ځلی گړندۍ کړي.
د امریکا د خارجه وزارت مرستیال، نگروپونته وویل چې دا د قبول وړ نه ده چې قبائیلي سیمې تروریستان پر افغانستان، پاکستان او ټولې نړۍ د خپلو بریدونو لپاره استعمال کړي.