د لبنان امنېتى چارواکى وايي دا دوېم ځل دى چې د شمالى لبنان دترېپولى په ښار کې د لوېدېځ پلوه حکومت د ملاتړو او د حزب الله د سر تېرو تر منځ سختى جگړې پېل کېږى.
نن ددوشنبى په ورځ جگړې دهغو نښتو ادامه ده چې د ېکشنبى په ورځ په هغو غرونو کې وشو چې بېرو ت ترېنه ښکارېږى.
دا جگړې د حکومت د طرفدار دروز مشر ولېد جنبلات او د مخالفېنو د جنگېالېو ترمنځ چې د حزب الله غړى دى او د دروز خلکو سېاسى رقېبان دى روانى دى.
رپوټ وايي په دې جگړو کې د ېکشنبى په ورځ ېوولس کسان د غرنى سېمى على په سېمه کې، د اوربند له عملى کېدونه مخکى وشوې.
په لبنان کې د پنځو ناکرارو ورځو د مړو شمېر اوس ٥٨ ته رسېږى. په دې جمله کې په شلگونوکسان زخمى دى.
په عېن حال کې په پاېتخت بېروت کې ېوه غېرممطئنه کرارى موجوده ده. د بېروت رقېب مشران د عربو داتحادېې له عالېرتبه مشرانو سره د خبرو لپاره چمتو دى. هغوى به د سه شنبى په ورځ بېروت ته ورسېږى.