د لاس رسي وړ اتصالات

انتخابات: کلنتن د ویست ویرجینیا په گټلو، یو بل ایالت هم د ځان کړ


هلري کلنتن د ختیځ ایالت ویست ویرجینیا په گټلو یو بل ایالت هم د ځان کړ، خو څیړونکی وایی دا به د جمهوری ریاست په انتخاباتو کی د هغی کاندیدی په لور ورسره دومره زیاته مرسته هم ونه کړي.

پرون د ویست وېرجینیا په مرکز چارلزتن کې د جمهوري ریاست دپ اره امید وارې کاندیدی هلری کلنتن خپلو ملاتړو ته چې د بری خوښي یی نمانځله وویل چی هغه به د جمهوری ریاست د مقام دپاره مبارزه پری ندي.

هلری کلنتن: "او زما دوستانو ددغې غرنۍ سیمې د خلکو په ډاډ بریالې شوم چې دا تر بل هر وخت د جمهوری ریاست دپاره زما د پریکړی عزم لاغښتلای کوي."

خو څیړونکي وایی د میرمن کلنتن دا بری د هغې د سیال برک اوباما پر بریالیتوبنو چی د هغی نه ډیر مخې ته ښکاری هیڅ اغیزه نه اچوي: د کلنتن کمپین هیله لري چی پدی او یا هم بل ایالت کی د میرمن کلنتن بری به مهم استازي قانع کړي چی په کاندیدانو کې د دیموکرات گوند دپاره تر ټولو غوره میرمن کلنتن ده.

د گوند مهم استازي په دفتر کی ټاکل شوی معتبر او لوړ رتبه هغه غړي دی چی په راتلونکی اگست کی په ازاده د ټاکلو اختیار لري. د هغوی ملاتړ بلکل ضروري گڼل کیږی.

داسی ښکاری چی ددیموکرات گوند پدی دوه و کاندیدانو کی یو هم په راتلونکو پنځو ایالتونو کې ددې استازو هغه شمیر چی د کاندیدې د پاره ضروري دی پوره نه کړي.

بل پلو برک اوباما په مزوری کی خپله انتخاباتي مبارزه د جمهوری غوښتونکی گوند پر کاندید جان مککین باندی پر بیلو انتقادونو پیل کړه.

هغه ښاغلی مککین د جمهور رئیس بش د ناکامو پالیسیو سره تړلی وبللو.

برک اوباما: "د دوه و لسیزو دپاره مککین د هغو پالیسیو ملاتړ وکړ چی پاملرنه یی د اصلي او ارزښتناکو مسایلو لکه د کاریگرو کورنیو سره د مرستی نه واړوله. ددې ناکامو پالیسیو له امله د را منځ ته شویو ستونزو حل ته ددوی ځواب دا و چی دا ناکامي څلور نور کلونه هم وغزیږي."

پرون سناتور جان مککېن د واشنگتن په ایالت کی خپله انتخاباتي مبارزه پر مخ یووړه. هغه پرخپلو سیالو کاندیدانو برک اوباما او میرمن کلنتن باندې تور ولگاوه چی د چاپیریال ساتنی مسلی ته دومره پاملرنه نه درلوده او له همدې کبله یی په پریکړه کې ځنډ وکړ.

خو ښاغلي مککین د گلخانه یی گازونو د کمولو ژمنه وکړه چی د بش ادارې ورڅخه ډه ډه کوله.

XS
SM
MD
LG