ایران وایی چی د نړۍ لویو طاقتونو ته ددې د پاره نوي پیشنهادونه وړاندي کوی چی د ذروي پروگرام او امنیتَ د چارو په باب یې د هغوي اندېښنې ورکي سی.
په اروپایي اتحاد کی د ایران سفیر علي اصغر خاجی پرون وویل چی ایران غواړی د ذروي، امنیتي او اقتصادي چارو په باب یی گډ بحثونه وسی.
ایراني چارواکو دا پیشنهادونه د اروپایی اتحاد د خارجی پالیسۍ رئیس هاویر سولانا او د ملگرو ملتو عمومي منشي بان کی مون ته وړاندي کړی دي. په دې باب نور تفصیلات نه دي ورکړه شوي.