د لاس رسي وړ اتصالات

بوش په مصر کې د منځني ختیځ له مشرانو سره گوري


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جورج بوش نن د شنبې په ورځ مصر ته ورسید چې د سیمې د هیوادونو له رهبرانو سره گوري او د نړۍ د اقتصاد په اړه په یوه غونډه کې گډون وکړي.

ښاغلی بوش د سره سمندرگي د شرم الشیخ په تفریح گاه کې د مصر له جمهور رئیس حسني مبارک، د فلسطین له جمهو رئیس محمود عباس او د اردن له پاچا عبدالله سره گوري.

په پام کې ده چې جمهو رئیس بوش د افغانستان له جمهور رئیس حامد کرزي سره هم وگوري. د جمعې په ورځ ښاغلي بوش د سعودي عربستان په پایتخت ریاض کې له پاچا عبدالله سره وکتل او له هغه څخه یې وغوښتل چې د خپل ملک د تیلو تولیدات زیات کړي تر څو په نړۍ کې د تیلو مخ پر لوړه روان قیمتونه کنترول شي.

خو سعودي عربستان دغه غوښتنه رد کړې ده. د بوش اداره وايي، بازار ته د کافي تیلو نه رسیدل باعث شوی چې په نړۍ کې د تیلو قیمت تر بل هر وخت لوړ شي.

خو سعودي عربستان وايي چې د تیلو عرضه او تقاضا سره برابره ده. د سعودي د تیلو وزیر علي النعیمي وايي، د ملک د خامو تیلو تولید اوس د ورځې ٣٠٠ میلیونه بیرله دی چې د پخوا په نسبت درې فیصده زیات دی.

XS
SM
MD
LG